کابل د وږي ۲۰مه، باختر
د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي، چې څه باندې دوه زره میرمنې په دغه ولایت کې په خیاطۍ، ګلدوزۍ او د لاسي توکو په تولید بوختې دي.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر مولوي عزت میر حقاني وايي، چې د دغه ولایت په لسګونه کارخونو کې څه باندې دوه زره مېرمنې د خیاطۍ، ګلدوزۍ، خوړو او لاسي توکو په تولید بوختې دي او له دې لارې د خپلې کورنۍ اقتصادي چارې سمبالوي.
په بغلان ولایت کې د متشبثو مېرمنو استازې حمیده صدیقي وايي، چې د بغلان په مرکز او ولسوالیو کې دوه زره میرمنې چې د خیاطۍ، ګلدوزۍ او لاسي توکو د تولید په برخه کې کار کوي له دې لارې د خپلو کورنۍ اقتصادي چارې سمبالوي او په تر لاسه کېدونکې ګټې یې ورځنی ژوند ښه مخته روان دی.
په خیاطۍ بوخته حسینه او بیګم وايي، چې د امن په فضا کې خپلو کارخونو ته ځي او په بشپړ کاري خوندیتوب سره خپلې دندې مخته وړي، خو غوښتنه کوي چې مؤسسې او نور نړیوال سازمانونه باید د لاسي توکو له کارخونو څخه ملاتړ وکړي، ترڅو نورو میرمنو ته هم د کار او فعالیت زمینه برابره شي.