بغلان کې خلکو ته د کلتوري میراثونو د ساتلو په برخه کې پوهاوی ورکول کېږي
کابل، د مرغومې ۴مه، باختر
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، چې د کلتوري میراثونو ساتل د یو ملت او ولس هویت دی او دغه ریاست په ولسوالیو کې مسولینو او خلکو ته له بېلابېلو لارو پوهاوی ورکوي، تر څو د کلتوري میراثونو او اثارو په ساتنه کې له اطلاعاتو او کلتور ریاست سره ونډه واخلي.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د دې ولایت د برکې ولسوالۍ له تنګي مُرچ فرهنګي سیمې څخه د لیدنې پر مهال د لرغونو سیمو د ساتنې او خوندیتوب په اړه خلکو او ځايي مسولینو ته معلومات ورکړي او له هغوی یې غوښتي، چې د فرهنګي میراثونو او تاریخي ځایونو په ساتنه کې ورسره همکاري وکړي.
د نوموړي په خبره د یو هېواد هویت په تېر تاریخ او د کلتوري میراثونو په شتون ثابتېږي.
هاشمي زیاته کړې، چې فرهنګي میراثونه، تاریخي ابدې او پخواني توکي د افغان ولس ملي او تاریخي ویاړونه دي او ملتونه هغه وخت ژوندي پاتې کېږي، چې فرهنګي اثار یې خوندي پاتې شي.
د برکې ولسوالۍ مسولینو او د تنګي مرچ سیمې قومي مشر بسم الله خان ډاډ ورکړی، چې لرغوني، کلتوري او تاریخي ځایونه د ملت مال دی او دوی به د خپل هېوادني مسولیت له مخې د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په ګډه هڅه وکړي، تر څو لرغوني او کلتوري ځایونه خوندي او د هغو کسانو مخه ونیسي، چې د لمنځه وړلو هڅه یې کوي.