بغلان والي: په پام کې ده، چې د کیله ګي د اوبو بند جوړولو چارې پیل شي
کابل، د مرغومې ۱۸مه، باختر
په بغلان ولایت کې د ښاري خبرو اترو پروګرام د پلخمري ښاروالي په کوربتوب جوړ شو، چې په کې د سکتوري ادارو مسوولینو، د مشورتي بورډ غړو، د ګذر وکيلانو، د ښاري ټولنو استازو، مدني فعالانو، دیني عالمانو او عامو ښاريانو ګډون کړی وو.
د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني وايي، چې په دې ولایت کې د پراختیايي پروژو پلې کولو ته ژمنتیا شتون لري او په پام کې ده، چې په دې ولایت کې د کندز په سیند د کیله ګي د اوبو بند جوړلو چارې پیل شي.
ورته مهال د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وايي، چې په دې ولایت کې د اسلامي امارت په بیا حاکمیت سره رسنۍ تړل شوې نه دي او دغه راز رسنیزو کارکوونکو او خبریالانو ته هم امنیتي خنډونه او ستونزې نه دي رامنځ ته شوي.
د پلخمري ښاروال عبدالطیف مظلوم وايي له دې پروګرام څخه موخه دا ده چي د ښاريانو مشارکت تأمين شي، خلک او مسؤلين مخامخ د خپلو ستونزو او چارو په اړه له يو بل سره خبرې وکړي.
ښاروال وايي، چې د پلخمري ښاروالۍ ښاریانو ته د خدمت د وړاندې کولو په موخه په نه ستړې کېدونکي ډول هلې ځلې کوي.
د غونډې برخه والو د ستونزو د حل او چارو د ښه پرمختګ په موخه خپلي طرحي، اندېښنې، پوښتني او وړانديزونه له مسؤلینو سره شریک کړل او د دې پروګرام جوړول یې د ولس سالارۍ د تأمين په برخه کي لوی ګام وباله.