بغلان او کندز کې د ۱۳۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل، د سلواغې ۳مه باختر
په بغلان ولایت کې د تخار، کندز، سمنګان، او بغلان ولایتونو د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې (بزکشي ) پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.
د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امر قاري محمد امیر امیري وویل، چې د وزلوبې دغې سیالۍ کې داد الله پهلوان، صدرالحق پهلوان او رحمت الله پهلوان ورغومی یې تر حلالې دایرې ورساوه او د جایزې ګټونکي وپېژندل شول.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه سیالۍ د دودیزو لوبو د ودې لپاره جوړې شوې وې او دوه ورځې یې دوام وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې نن په کندز ولایت کې هم دې ته ورته د ۸۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې چې سلګونه کسان یې نندارې ته ورغلي وو.
د کندز د بدني روزنې او ورزش امریت یو مسوول نعمت الله صافي وویل، چې د وزلوبې دغه سیالۍ د امام صاحب ولسوالۍ اسپندګرز لوبغالي کې ترسره شوې دي.
باید وویل شي، چې د سیالیو په پای کې غوره چاپندازانو ته نغدې پیسې او چمتو شوې ډالۍ هم ورکړل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته