بغلان؛ د نهرین په ۳۵ بستریز روغتون کې د عملیاتو څانګه په اساسي توګه تجهیز او فعاله شوه

کابل، د مرغومي ۳۰ مه، باختر
د بغلان ولایت د عامې روغتیا ریاست په همغږۍ او هڅو د اغاخان په مالي لګښت د نهرین ولسوالۍ په ۳۵ بستریز روغتون کې د جراحي عملیاتو معیاري څانګه په اساسي ډول فعاله او په وسایلو سمبال شوه.
د بغلان د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقهار احمدي وویل، چې د نهرین ولسوالۍ په ۳۵ بستریز روغتون کې د خلکو د اړتیا سره سم د جراحي عملیاتو یوه معیاري څانګه فعاله شوه چې د ریکاوري خونو په درلودلو سره هم نارینه او هم ښځینه ناروغانو ته رسېدنه او درملنه کوي.
د اغاخان دفتر همغږي کوونکي ډاکټر نظام الدین جلیل وویل، چې اړتیا ته په کتو سره دوی په دغه روغتون کې د جراحي عملیاتو څانګه تجهیز کړې څو له پخوا څخه زیات خدمتونه د جراحي عملیاتو په برخه کې ناروغانو ته وړاندې شي.
هغه زیاته کړه چې مخکې هم په دغه روغتون کې جراحي عملیات ترسره کېدل خو بشپړ وسایل نه وو او په ځینو برخو کې ډاکټران او ناروغان له ستونزو سره مخ کېدل.
د نهرین ولسوال ملا عبدالمنان حذیفه وویل، چې د دې عملیات خونې په جوړیدو او سل سلنه فعالیدلو سره به د جراحي عملیاتو په برخه کې د نهرین او نهرین ته څېرمه ولسوالیو د ناروغانو ستونزې حل شي.