بسم الله محمدي : له بده مرغه لاتراوسه پوري هم زموږ دهيواد اوخلکو پرخلاف بهرني لاسوهنې دوام لري

کابل باختر د تلي دويمه
  دملي دفاع وزير سترجنرال  بسم الله محمدي نن له غرمې وروسته دايټاليا ددفاع له وزير دي پاولا سره دملي دفاع وزارت په مقر کې  دپيژندګلوي کتنه وکړه .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ په دې کتنه کې لومړي دملي دفاع وزير بسم الله محمدي  دامنيت دتامينولو  او دافغانستان دملي اردو دملاتړپه لاره کې  دايټاليا د  خلکو او دولت هراړخيزي او پراخي همکاري وستايلي  او دهيواد دامنيتي حالت او دملي اردو دپرمختګونو او چلنجونو د څرنګوالې په باب يې خبري وکړي او وي ويل چې دافغانستان ملي اردو په بيلابيلو اړخونوکې پرمختګ کړي  دي او په ښو ظرفيتونو سره دافغانستان دخلکو په خدمت کې ده .
  دملي دفاع  وزير   دخپلو خبرو په دوام زياته کړه چې له بده مرغه  لاتراوسه پوري هم زموږ دهيواد اوخلکو  پرخلاف بهرني لاسوهني دوام لري .
   له نړيوالو  ځواکونوڅخه افغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو د ليږدوني بهير په ښه توګه پرمخ ځي اودټاکلي مودي تر پاى ته رسيدو پوري دغه مسووليتونه افغان ځواکونو ته  ليږدول کېږي .
دملي دفاع وزير څرګنده کړه چې زموږ اردو د هوايي او هوايي مدافع پوځ ، زغره والو  توپچې ، کشف ، داستخباراتو  وسايطو او دانجنيري وسايلو ته جدي اړتيا لري او دغو اړتياو  ته پاملرنه له موږ سره مرسته کوي چې په مستقله توګه دفاع په مطلوب   ډلو ترسره کړو .
وروسته دايټاليا ددفاع وزير دې پاولا دهيواد د دفاع له وزير څخه  دمننې په ترڅ کې دملي اردو د انکشافاتو او چلنجونو په باب خبري وکړي او په دي  دندي دمحمدي دټاکل کېدو له امله يې مبارکې وويل  او زياته يې کړه چې دغه پرځاي ټاکنه کولي شي ددندو دترسره کولو  په لاره کې  دافغانستان له اردو سره  مرسته وکړي .
دايتاليا ددفاع وزير له  ٢٠١٤ کال رووسته هم دخپل هيواد دمرستو  اوهمکاريو ډاډ ورکړ او وي ويل چې موږ به  ستاسو تر څنګ ولاړ  واوسو او هغه څه چې په توان کې يې لرو دافغانستان دخلکو دامنيت او ثبات دتامينولو په لاره کې  به مرسته وکړو .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته