کابل باختر د مرغومې پنځه ويشتمه
دولت دې بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو د برابرولو ترڅنګ د هغوی زراعتي حاصلاتو ته بازار پيدا کړي.
دغه څرګندونې د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ بزګرانو په دغې ولسوالۍ کې د یوې غونډې پرمهال وکړي، دوی له دولت څخه غوښتنه وکړه چې د اصلاح شویو تخمونو ،کیمیاوي سرې او د زراعتي بوټو د درملو په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي او حاصلاتو ته يې بازار پيدا کړي.
د لغمان د الينګار ولسوال قاضي حبیب الرحمن ماموند بزګرانو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به يې دولایتي ادارې سره شریکې کړي او هڅه به وکړي چې دغې ولسوالۍ ته د ولایتي ادارې په مرسته هغه موسسې راجلب کړي چې د زراعت او اقتصادې ودې دپراختیا په برخه کې خدمت کوي.
ماموند دغه راز له بزګرانو وغوښتل چې پرخپلو ځمکو حلال کښتونه وکري اودنشه يې توکو له کرکیلې څخه دې ډډه وکړي.
2 1 دقیقه لوستل