سیاست

بريتانيا له ٢٠١٤ کال وروسته دملي دفاع له وزارت سره همکاري کوي

کابل باختردوري دمياشتې ١٠ :

 دملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ نن دبريتانيا ددفاع له وزير فليپ هاموندسره دملي دفاع وزارت په مقرکې وکتل.

دباختراژانس دخبرله مخي  په دي کتنه کې دهغه ستراتيژيک پلان له مخې چې پخوا ددواړ دوستو هيوادونو ترمنځ لاسليک شوي دي اويوه ماده يې دملي اردو دافسرانو داکاډمي جوړول دي نن دهغه کاري رسمي سند ددواړو هيوادونو ددفاع دوزيرانو ترمنځ لاسليک شو .

ديادونې وړ ده چې ددغې موضوع په باب هر اړخيز تفاهم ليک به په راتلوونکو دوو مياشتو کې ددواړو لورو ترمنځ لاسليک شي.

دغه راز دملي دفاع وزير په هيواد کې دډار اچوونکو پرخلاف دمبارزي په لاره کې دملي اردو دتياريو دپرمختګ يادونه وکړه له پوځي عصري تجهيزاتو سره جوخت دملي اردو پرمختيا ګټوره وبلله او ويي ويل دافغان ځواکونو له خوا دامنيتي مسووليتونو اخيستل به ملي اردو داړتيا وړ وسلو دسمباليدو په صورت کې  خپلې دندي په ښه ډول ترسره کړي.

په مقابل کې  دانګلستان ددفاع وزير دخپلو مرستو دزياتوالې لپاره دخپل هيواد دتياريو يادونه وکړه او وويي ويل نړيوال ځواکونه هوډمن دي چې دډاراچوونکو پرخلاف مبارزه کې اغيزمن انتخاب وکاروي دافغانستان له خلکو  سره مرسته وکړي چې سوله ييزژونديې دوام وکړي او تروريزم له افغانستان اوسيمي څخه له منځه  لاړشي .

دهاموند دڅرگندونوله مخې دافغان امنيتيي ځواکونو دپياوړتيا اوروزنې اودښي حکومتوالۍ په برخو کې دبريتانيا همکاري له ٢٠١٤ کال وروسته هم دوام کوي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته