بريتانيا خپلې بې پيلوټه الوتکې له افغانستان څخه عراق ته ليږدوي
لندن فرانسپرس باختر دتلې دمياشتې ٢٦ :
بريتانيا په پام کې لري چې په نږدې راتلوونکي کې خپلې بې پيلوټه الوتکې له
افغانستان څخه عراق ته وليږدوي .
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير فيليپ هاموند د خپل هېواد پارلمان ته وويل چې له دغو الوتکو څخه به په عراق کې د داعش د ډلې پرخلاف مبارزه کې کار واخيستل شي .
د فرانسپرس خبري آ ژانس دفيليپ هاموند له خولې خبر ورکړ چې ويلې يې دي، همدا اوس له افغانستان څخه منځني ختيځ ته د بې پيلوټه الوتکو ليږدونه دوام لري .
دا لومړى ځل دى چې بريتانيا په افغانستان کې د خپل ماموريت په پاى ته رسولو سره خپلې بې پيلوټه الوتکې په بهر کې ځاى پرځاى کوي.