بريتانوي خبريالان له بحرين څخه وايستل شول .

مانامه _باختر د ثور لومړي :
په بحرين کې دحکومت پرخلاف دمظاهرو په دوام دبريتانوي  خصوصي تلويزيون دشبکې درې تنه کارکوونکي له اجازې پرته دخبريالى دفعاليت د ترسره کولو په تور له دغه هيواد څخه  وايستل شول .
ددغومظاهرو په نتيجه کې چې دپنجشنبې  له ورځې څخه راپديخوا  دفرمولايک  سياليو دترسره کولو پرخلاف  دوام لري څه ناڅه  دوه تنه ټپيان شوي دي . دغه مظاهرې له هغه وروسته  په تاوتريخوالي  واوښتي چې د شيعه اپوزسيون دځواکونو له خوا کمسول شويو مظاهره کوونکو دپوليسو په لور دښيښو په غورځولو لاس پورې کړ، دمخالفينو  له دغه چلند وروسته پوليس  هم داوښکي بهوونکي ګازو او پلاستيکي ګوليو کارولو ته اړ شول  .
  فرمولايک په بحرين کې  دموټرو ځغلولو  سيالۍ ده  چې دحکومت مخالف اعتراض  کوونکي هيله لري دغه سيالۍ  وکولاي شي دتاسيساتو داصلاحاتو په لاره کې دبحرين دشيعه ګانو داعتراضونو په لور عامه افکار جلب کړي .
درويترز  دخبري اژانس دخبر له مخې، دحکومت دمخالفينو له اعتراض سره سره دفرمولايک تر عنوان لاندې دموټر  ځغلونې سيالۍ نن په بحرين کې  پيليږي
  بحرين  په ٢٠٠٦- ٢٠١٠ کلونو کې هم ددغو سياليو کوربه و او ټاکل شوې وه په  ٢٠١١ کال کې هم ددغو سياليو کوربه وي چې دکورنيو اعتراضونو له امله لغوه شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته