خبرونهنړۍ

برتانیا کې ټاکنې، ۱۴ کاله وروسته یوبل ګوند واکمن کیږي

نړۍ، د چنګاښ ۱۴مه، باختر
برتانیا کې نن عمومي ټاکنې روانې دي او له لارې به یې د دغه هېواد عمومي مجلس ته ۶۵۰ غړي وټاکل شي.
هر هغه ګوند چې ډېرې څوکۍ لاسته راوړي، مشر به یې د برتانیا لومړی وزیر وټاکل شي.
محافظه کار ګوند، چې ډېر کله د برتانیا واکمن پاتې شوی، اټکل کیږي دا ځلې د پام وړ کمې څوکۍ وګټي او پر ځای یې کارګر ګوند چې د ۴۷۰ څوکیو د ګټلو اټکل یې شوی، د برتانیا واکمن شي.
د یادونې وړ ده، چې د کارګر ګوند مشر کیراستارمر به رشي سوناک پر ځای لومړی وزیر وټاکل شي.
دا به تر ۱۴ کلونو ځنډ وروسته لومړی ځل وي، چې یو بل ګوند په برتانیا کې واک ترلاسه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته