بدخشان کې د ۵۰ کیلومتره سړک د چغل اچولو چارې بشپړې شوې

کابل، د لیندۍ ۱۰ مه، باختر
د بدخشان ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولینو د دغه ولایت د څلورو ولسوالیو د عمومي سړک د چغل اچولو د چارو د بشپړېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د ټولګټو چارو رییس مولوي عبدالغفور عتید باختر آژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت د یفتل پایان ولسوالۍ څخه تر راغستان ولسوالۍ پورې د ۵۰ کیلومتره عمومي سړک د چغل اچونې او هوارولو چارې بشپړې او ګټې اخسیتنې ته سپارل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د یادو ولسواليو د خلکو د تګ راتګ ستونزې حل، ترافیکي پېښې کمې، د کروندګرو د محصولاتو انتقال اسانه، او نورې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته