بدخشان کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

کابل د مرغومي ۲۴مه، باختر
د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ د ځوانانو د ژمني جام تر نامه لاندې د والیبال دوستانه سیالۍ د ۲۴ لوبډلو ترمنځ پیل شوې دي.
د جرم ولسوالۍ د ځوانانو اتحادیې رییس هارون مجددي باختر اژانس ته وویل، چې هرکال دغه سیالۍ د غوره لوبغاړو د پېژندلو لپاره ترسره کېږي او سږکال ۲۴ لوبډلې د بدخشان د ۲۸ ولسوالیو څخه په دې سیالیو کې برخه اخلي.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه سیالۍ په دوو پړاونو کې پیل شوې دي.