بدخشان کې د ۱۵ کیلومتره نوي سړک د جوړولو چارې پیل شوې
کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر
د بدخشان ولایت په کوف آب ولسوالۍ کې د یو میلیون افغانیو په لګښت د ۱۵ کیلومتره نوي سړک د جوړولو چارې پیل شوې.
سرچینې باختر اژانس ته ویلي چې د دغه ولایت په کوف آب ولسوالۍ کې د یوه ملي سوداګر په مالي ملاتړ د ۱۵ کیلو متره په اوږدوالي او ۷ متره په سور د یوه سړک د رغولو چارې پیل شوې دي.
د سیمې خلک بیا وایي، د دغه سړک په جوړېدو سره به د یادې ولسوالۍ د خلکو د تګ راتګ په برخه کې ستونزې حل او په دغه برخه کې به ورته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
هغوی وایي، د سړک په جوړېدو سره به کروندګر وکولای شي چې خپل کرنیز محصولات په اسانۍ سره بازار ته ورسوي، چې دا به د اقتصادي ودې او سیمه ییز پرمختګ لپاره اغېزمن وي.