خبرونهټولنه

بدخشان کې د یوې غونډۍ د ښویېدنې له امله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، د غبرګولي ۱۹ مه، باختر

د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولینو د یاد ولایت په یمګان ولسوالۍ کې د یوې غونډۍ د ښوېدو له امله ۶ تنو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست پېښو ته د رسيدګۍ آمر محمد کامګار د باختر اژانس خبریال ته ویلي، چې د یمګان ولسوالۍ د دره جوخان کلي اړوند په وني سیمه کې د یوې خاورینې غونډۍ د ښویېدو له امله یوه ښځه مړه او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

هېره دې نه وي، چې د پېښې ټپیان د یمګان ولسوالۍ روغتیايي کلینیک ته لېږدول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته