خبرونهټولنه

بدخشان کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، د غبرګولي ۲۱ مه، باختر

د بدخشان د اطلاعاتواو کلتور ریاست مسوولینو د یاد ولایت په یفتل ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۱۱ تنو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتورریاست د اطلاعاتو آمرحکمت الله محمدي د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې دغه پېښه د یاد ولایت د کوزیفتل ولسوالۍ اړوند دهن سابات سیمه کې رامنځه شوې، چې  له کبله یې ۴ تنه مړه او ۷ نورټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د یادې پېښې ټپیان د درملنې په موخه د بدخشان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د یادې پېښې لامل د موټرچلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته