بدخشان کې د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې بشپړې شوې

کابل د مرغومي ۲۶مه، باختر
د بدخشان ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال د جوړولو او د اسکیم پايپ د بیارغولو چارې بشپړې شوې دي.
د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي امان الله حسن باختر اژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د کرنې وزارت په مالي ملاتړ د ۳ میلیونه ۹۸۸ زره افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال د جوړولو او د اسکیم پايپ د بیارغولو چارې بشپړې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دغو پروژو پرمټ به د کرنیزو ځمکو د خړوبولو د اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ د اوبو د کمښت ستونزه هواره او د تګاب ولسوالۍ شاوخوا ۳۵۰ جریبه ځمکه به خړوبه کړي.