خبرونهښوونه او روزنه

بدخشان کې د نجونو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

کابل، د تلې ۳ مه، باختر

په بدخشان ولایت کې د څه باندې ۳۰۰ زره ډالرو په لګښت د نجونو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د بدخشان د پوهنې ریاست د نشراتو عمومي مدیرعبدالغني عابدي د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د یاد ولایت په مایمي ولسوالۍ کې د جامرچ د نجونو ښوونځي ته د ۳۱۰ زره ۲۰۰ ډالرو په لګښت ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

هغه زیاته کړې چې د یادې ودانۍ د رغولو چارې په ۱۳۹۹ کال کې د یوې الماني مرستندویې موسسې په مالي ملاتړ ۷۰ سلنه پرمخ تللې وې او د اسلامي امارت په حاکمیت سره یې پاتې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

هغه زیاته کړې، چې یاده ودانۍ په ۳۸۸۸ مترمربع مساحت کې په پاخه او اساسي توګه جوړه شوې چې په کې ۱۳ درسي خونې شاملې دي.

د یادونې وړ ده، چې دا مهال په یاد ښوونځي کې ۵۶۰ زده کوونکې په زده کړو بوختې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته