خبرونهټولنه

بدخشان کې د غر ښويېدنې له کبله ۱۵ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي

کابل، د غبرګولي ۲مه، باختر 

د بدخشان ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د غر ښويېدنې له کبله ۱۵ هستوګنیز کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۲۶ کورنه له د ویجاړېدو له خطر سره مخ شوي دي. 

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر حکمت الله محمدي باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي چې دغه پېښه د راغستان ولسوالۍ اړوند د خیفچ کلي په روینج سیمه کې تېره شپه ۸ بجې رامنځته شوې ده او ځاني تلفات نه لري. 

د نوموړي په خبره د دغه پېښې له کبله د سیمې اوسېدونکو ته مالي زیانونه اوښتي او دمګړۍ ۲۶ نور کورونه هم د نړېدو له ګواښ سره مخ دي. 

د یادونې وړ ده، چې په تېرو کلونو کې هم د دغه ولسوالۍ خلکو ته د ورته پېښو له کبله ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته