خبرونهفرهنګTOP

بدخشان کې د (سیب رخش) په نوم کلتوري جشنواره جوړه شوه

کابل, د زمري ۱۹ مه, باختر
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دغه ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د (سیب رخش) تر نوم لاندې کلتوري جشنواره د سلګونو شاعرانو, لیکوالانو او فرهنګیانو په ګډون جوړه شوه.
په دغه مراسمو کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس انجنیر ذبیح الله امیري ویلي چې د اسلامي امارت په بریالیتوب سره دا ډول کلتوري جشنوارې هر کال جوړېږي چې په کې شاعران خپل شعرونه او لیکوالان خپلې مقالې ګډون والو ته اوروي.
امیري د یادې جشنوارې د تاریخي مخینې په اړه خبرې کړي او ویلي یې دي چې دغه جشنواره زر کلنه تاریخي مخینه لري او د یاد ولایت له بومي شتو څخه بلل کېږي.
هغه د رخش مڼې په اړه ویلي چې د زراعتي مڼو په راوتلو سره یاده میوه د ورکېدو له خطر سره مخ ده, هغه د بدخشان له اوسېدونکو وغوښتل چې د کلتوري هویت د ساتلو په موخه د یادې مېوې ونې په خپلو کورونو کې کېنوي او له هغې څخه ښه ساتنه وکړي.
د یادونې وړ ده چې په دغې جشنوارې کې سیمه ییزو مسولینو, عالمانو, شاعرانو, لیکوالانو, ځوانانو او د سیمې سلګونو کسانو ګډون کړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته