خبرونهټولنه

بدخشان کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۰ کلنه دښمني له منځه یوړل شوه

کابل، د مرغومې ۲۴ مه، باختر

د بدخشان سیمه ییزو مسوولینو د دغه ولایت په کشم ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ۲۰ کلنې دښمنۍ د له منځه وړلو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د کشم ولسوال قاري محمد آصف ظفریار د باخترآژانس خبریال ته وویل چې د یادې ولسوالۍ په ناب کلي کې د عبدالمتین او عبدالاول د کورنیو ترمنځ ۲۰ کاله مخکې د میراث د وېش پرسر دښمني رامنځته شوې وه، چې د دغه ولایت د مسوولینو، مشرانو، او قومي مخورو په منځګړیتوب له منځه یوړل شوه.

د یوبل خبرله مخې؛ د کونړ ولایت په مرکز اسعد آباد کې هم د دوو کورنیو ترمنځ دوه کلنه دښمني د یاد ولایت د استناف محکمې په همکارۍ  له منځه وړل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته