بدخشان؛ په یوه ترافیکي پېښه کې ۶ تنه مړه شوي دي
کابل، د لړم ۲۶مه، باختر
د بدخشان د امنیې قومندانۍ مسسوولین وايي چې د بهارک – فیض اباد پر لویه لاره په اب افشک سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۶ کسان مړه شوي دي.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار باختر اژانس ته ویلي چې دغه ترافیکي پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو پاسو ډوله موټر له سړک څخه واوښت او په سیند کې ډوب شو.
نوموړي زیاته کړه یاده پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ تنه مړه شوي دي.
د پېښې لامل د سړک خرابوالی او د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې ده.