سیاست

بحران ته د پای ورکولو وخت دی، نه لمن وهلو

کابل/ د لړم ۲۸ مه/ باختر
افغانستان د نړۍ په وروسته پاتي هېوادونوکې شمېرل کېږي. د دغه راز هېوادونو ستونزه دا ده چې له یوې خوا په کې سیاسي یووالی نشته او له بلې خوا یې دولتي بنسټونه خورا کمزوري دي. همدا علت دی چې دا هېوادونه له یو بحرانه لا وتلي نه وي چې بل ورته په کمین کې ناست وي.
خو د افغانستان غمیزه بیا دا ده چې پر وروسته پاتي والي سربېره له یوې خطرناکې خونړۍ جګړې سره هم مخ دی. دا جګړه هره ورځ له خلکو قرباني اخلي. له دې امله باید دلته بحران ته د پای ورکولو کوښښ وشي؛ نه بحران ته د لمن وهلو.
د باختر آژانس سیاسي مفسر دې ستونزې ته کتنه کړې ده او لیکي:
تمه دا وه چې د بایومتریک وسایلو په کارولو سره د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ستونزو مخه ونیول شي او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چې ټول کمېشنران یې د جمهوري ریاست کاندیدانو خپله انتخاب کړي دي؛ به د انتخاباتو بهیر په ښه توګه مدیریت کړي، د رای ورکولو بهیر به په ښه توګه او هر راز درغلیو پرته ترسره شي او دغه راز د انتخاباتو پایلې به په خپل وخت اعلام شي.
خلکو هم په همدې هیله په انتخاباتو کې ګډون وکړ. له بده مرغه د خلکو دا هیله رښتیا نه شوه او دا دی نږدې دوه میاشتې کېږي چې انتخابات ترسره شوي، خو پایلې لا نه دي په ډاګه شوې. نه یواځې دا چې د انتخاباتو پایلې نه دي اعلام شوي، بلکې انتخاباتي جنجالونه هم نه دي حل شوي. یو ډول ګونګ حالت رامنځ ته شوی دی. پر یو بل د نیوکو بازار ښه تود دی، پر یو بل د انتخاباتي درغلیو د تورونو د لګولو بازار ښه تود دی. له یوشمېر ولایتونو د انتخاباتو په اړه د تاوتریخوالي رپوټونه هم خپاره شوي دي.
دا هر څه یو راز انتخاباتی بحران ته د تلو اندېښنې راټوکوي. په داسې حال کې چې افغانستان پر انتخاباتي بحران سربېره له نورو ګڼو بحرانونو سره لاس او ګرېوان دی.
که دغه خطرناک بحران ژر پای ونه مومي، نو دا ویره شته چې هېواد له داسې حالت سره مخ شي چې بیا به یې کابو کول ناشوني وي او بیا به دا بېوزلی ولس قرباني ورکوي.
په اوسنې کړکېچن حالت کې د حکومت، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون، د جمهوري ریاست کاندیدانو، سیاسي ګوندونو، ټولنیزو سازمانونو، قومي مشرانو او مخورو او نورو ټولو ژمنو افغانانو ستر او ملي مسوولیت دا دی چې باید د ملي ګټو په رڼا کې او یواځې او یواځې د قانون پربنسټ دغه بحران ته د حل لاره ومومي.
د  افغانستان په قوانینو کې هرڅه پوره وضاحت لري او که په کوم ځای کې یوڅه ګونګ دي، نو د هغه د روښانه کولو لپاره هم په قانون کې مواد شته. ټول باید پر یو ټکي توافق وکړي او هغه دا چې ټول اختلافي مسایل باید د قانون په رڼا کې حل شي.
په بشپړ ډول د قانون پلي کول، د بحران د حل او مخنیوي لاره ده.
پاى/ن. ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته