خبرونهنړۍ

بایډن له زیلنسکي بخښنه غوښتې

نړۍ، د غبرګولي ۱۹مه، بهرنۍ رسنۍ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن په خپلو تازه څرګندونو کې، چې نړیوالو رسنیو نن شنبې راخیستې دي، له خپل اوکرایني سیال ولادیمیر زیلنسکي څخه په وروستیو کې د وسلو او پوځي مهماتو د مرستو د ځنډ له امله بخښنه غوښتې او د دغه ځنډ پړه یې د امریکا په کانګریس کې پر جمهوریت غوښتونکو اچولې ده.

امریکا تر اوږد څو میاشتېني ځنډ وروسته د تېرې میلادي میاشتې په پیل کې اوکراین سره د ۶۱ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي مرسته اعلان کړه، چې د اړتیا په صورت کې به په وار وار کیف ته وسپاري.

وروستیو کې د اوکراین ځینو اروپایي ملګرو هېوادونو هم د مرستو لړۍ، چټکې کړي، ځینو د جېټ الوتکو د ورکړې ټټر وهلی او د فرانسې په ګډون بیا ځینو نورو د پیلوټانو او نورو پوځي پرسونل د روزنې ټټر وهلی، هغه څه چې روسیه یې له اوکراین سره په روانه جګړه کې د ځان په وړاندې مخامخ دښمني او د روانې جګړې د اوږدېدو سبب بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته