خبرونهنړۍ

بایډن اوکراین ته د روسیې دننه بریدونو کې له امریکایي وسلو د استفادې اجازه ورکړې

نړۍ، د غبرګولي ۱۲ مه، بهرنۍ رسنۍ

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون جمعه پراګ کې د ناټو سازمان د بهرنیو چارو وزایرانو په غیر رسمي غونډه کې یې خبرې کولې، وویل چې اوکرایني ولسمشر له ختیځ خارکیف ښار څخه د دفاع او سرحد کې د روسي ځواکونو د راټولېدونو د په نښه کولو لپاره په روسیه کې دننه بریدونو کې له امریکایي وسلو د استفادې اجازه غوښته او بلاخره بایډن دغه اجازه ورکړې ده.

مسکو لا له وړاندې دا یو خطرناک عمل بللی او خبرداری یې ورکړی، چې پایلې به یې بدې وي.

د یو بل خبر له مخې کیف او مسکو ۱۵۰ تنه زندانیان تبادله کړي

د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی، چې د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب ۷۵ روسي پوځيان د اوکراین له زندانونو ازاد او خپلو کورونو ته ستانه شوي.

دغه راز رسنیو راپورو ورکړی، چې د دغو ۷۵ تنو روسانو په مقابل کې همدومره اوکرایني سرتېري هم د روسیې له زندانونو ازاد او خپل هېواد ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته