سیاست

بايد د ميرزا اولنګ د بحران د عاملانو په باب په ملي پيوستون سره غبرګون وښودل شي

کابل باختر دزمري نولسمه :
د سرپل ولايت د صياد ولسوالۍ په ميرزا اولنګ کې وروستۍ پيښه په هېوادکې د نفاق د ترويج لپاره يوه بله دسيسه او توطيه وه چې بايد د دغه شان توطيو او دسيسو په وړاندې هوښيار و اوسو او اجازه ورنه کړو چې د هېواد دښمنان له هغو څخه ګټه واخلي .
  د باختر آژانس مفسر ليکي:
د سرپل ولايت د صياد ولسوالۍ په ميرزا اولنګ درې بريد او د دغې سيمې د ګڼ شمېر اوسيدونکو ډله ييزه وژنه د دې څرګندويه ده چې پټ او څرګند لاسونه په دې لټه کې دي چې په دې وسيله په هېوادکې د نفاق، بدبينۍ او بې اعتمادۍ تخم وکري .
  په دغې درې بريد او د يوه خاص مذهب په پيروانو او په يوه خاص مليت بريد د دې ملت د يو والي او ملي وحدت په وړاندې له يوه (دِيو خُويه) حرکت پرته بله خبره کيداى نه شي. په ميرزا اولنګ بريد او په دې دره کې يو مخيزه وژنه، د هغو ناوړو کارنامو او پروګرامونو دوام دى چې مخکې له مخکې د دې هېواد د ورونو خلکو په وړاندې طرحه او پلان شوي دي چې د هغو تکفري او تروريستي ډلو له خوا چې په سيمه او مغرضو هېوادونوکې له بنسټپالو سره په اړيکه کې دي، ترسره کيږي .
د هرات په جواديه جوړمات کې په لمونځ کوونکو د بريد، په کابل کې په زهرا جومات کې په لمونځ کوونکو د بريد، په کابل کې د کانو او پتروليم وزارت په کارکوونکو د بريد او په مذهبي ورځوکې د تروريتسي په ګډون تروريستي پيښې د هغو دسيسو بېلګي دي چې د دغه هېواد د خلکو په وړاندې او په افغانستان کې د همکارۍ او وحدت د روحيې د کمزورې کولو په لاره کې ترسره کيږي.
دغه پيښې ثابتوي چې د افغانستان پرخلاف سترې او  خطرناکې پيښې د عملي کيدو په حال کې دي، هغه توطيې چې د سيمې استخبارات  هلي ځلې کوي په ټول قوت سره هغه عملي کړي .
د غرض خاوندو هېوادونو او د هغوى استخباراتي سازمانونو په تېرو وختونوکې له هر امکان او نامه څخه په استفادې سره هلې ځلې وکړې چې د دغه هېواد بنسټ دړې وړې او شتمني يې په اوبو لاهو کړي او اوس د مذهبونو د پيروانو ترمنځ د تفرقې اچولو لپاره فعال شوي دي او د مذهب ، دين او قوم له نامه څخه د خلکوپرخلاف استفاده کوي .
سره له دې چې دغه مغرض او توطيه کوونکي په ښه توګه پوهيږي چې په افغانستان کې مذهبونه او د مذهبونو پيروان د ويش وړ نه دي او  ددغه هېوادخلک دقومي اومذهبي تعلقاتو په پام کې نيولو پرته ځان په يوه کلمه کې (افغان) بولي، د هېواد دښمنان دغه راز هلې ځلې کوي چې له همدې پتې څخه په افغانستان کې ګډوډيو او بې اتفاقۍ ته لمن ووهي .
دلته هوښياري او سياسي پوهه اساس بحث دى. موږ بايد د دغه شان توطيو په وړاندې له يوبل سره يو موټى او همغږي شو، هغه درد چې زموږ يو هېوادوال او ورور په ميرزا اولنګ کې ګالي، د هر افغان درد دى. دغه درد په بدخشان، هرات، بلخ، هلمند، باميانو او نيمروزکې درک کيږي.
  موږ نه شو کولاى چې دغه شان توطيې او دسيسې  يوازې په خبرو سره شنډې کړو، په دغو غرضي مسئلو او پروګرامونو لاس پورې کول ډله ييز غبرګون او ملي پيوستون ته اړتيا لري چې بايد دغه شان وکړو او د مغرضينو په وړاندې يو موټي شوو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته