خبرونهاقتصادټولنه

بامیانو کې ۱.۵ کیلومتره سړک ورغول شو

کابل، د غبرګولي ۱۲ مه، باختر

د بامیانو سیمه ییزمسوولین وايي، چې د یاد ولایت په نمبر۲ یکاولنګ ولسوالۍ کې د خلکو له لوري د څه باندې ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت ۱.۵ کیلومتره سړک او یو پل رغول شوی دی.

د بامیانو د والي ویاند صبور فرزان سیغاني د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې یاد سړک او پل د نمبر۲ یکاولنګ ولسوالۍ په (سری مرغي)  سیمه کې د خلکو په مالي ملاتړ د ۴۲۵ زره افغانیو په لګښت جوړ او نن ګټې اخیستنې ته سپارل سپارل شوي دي.

د یادونې وړده، چې له دغه سړک او پل څخه به څه باندې ۴۰۰ کورنۍ ګټه پورته کړي.

د یوبل خبر له مخې؛ د لغمان ولایت په مرکز شهبازکلا سیمې کې د خلکو له لوري د یو میلیون افغانیو په لګښت د یو کیلو متره سړک د رغولو چارې پيل شوې دي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته