کابل، د زمري ۱۷مه، باختر
د بامیانو د پوهنې ریاست مسوولینو د دغه ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته د ودانۍ د جوړولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د پوهنې رییس قاري عنایت الله سهار د باختر اژانس خبریال ته ویلي، چې د دغه ولایت د کهمرد ولسوالۍ په دشت سفید کلي کې د یوه ښوونځي لپاره د ودانۍ د جوړولو چارې د ۱۳۲ زره امریکایي ډالرو په ارزښت پیل شوي, چې په نږدې راتلونکي کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
هغه زیاته کړې چې یاده ودانۍ به ۶ درسي او ۲ اداري خونې ولري.
د یادونې وړ ده چې د یادې ودانۍ په جوړېدو سره د سیمې خلکو ته هم د کار زمینه برابره شوې ده.
2 1 دقیقه لوستل