بامیانو کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي

کابل، د لیندۍ ۲۲ مه، باختر
د بامیانود پوهنې ریاست مسوولینو د یاد ولایت په ورس ولسوالۍ کې د خلکو په مالي ملاتړ یوه ښوونځي ته د ودانۍ د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د بامیانو ولایت ویاند صبور فرزان سیغاني باخترآژانس ته ویلي، د یادې ودانۍ د بنسټ ډبره د خلکو په مالي ملاتړ د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دغه ولایت د ورس ولسوالۍ په تنورسراب کلي کې د یوشمېر سیمه ییزو مسوولینو په شتون کې کېښودل شوه.
د نوموړي په وینا دغه ودانۍ چې ۵ درسي او ۲ اداري خونې لرې پر دوه جریبه ځمکه کې جوړېږي.
په ورته وخت کې د بامیانو د پوهنې رییس قاري عنایت الله سهار د سیمې خلکو ته ډاډ ورکړی، چې د پوهنې ریاست انجنیرۍ ټیم د یادې ودانۍ د جوړېدو څارنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته