بامیانو کې سلګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل د مرغومي ۲۳مه، باختر
د بامیانو ولایت په سیغان، شېبر او ورس ولسوالیو کې د اوبو رسولو د اتو شبکو په جوړېدو سره د یادو ولسوالیو۵۸۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس ملا ضیاالله خادم باختر اژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت په سیغان، شیبر او ورس ولسوالیو کې د ( بي. اچ. اې) موسسې په مالي ملاتړ د ۱۲ میلیونه ۱۴۶ زره ۶۴۸ افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د اتو سولري شبکو په جوړېدو سره د ولسوالیو۵۸۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغو پروژو کې د ۱۳ څاه ګانو د ترمیم د ۹ ذخیرو او نورو اړینو ملحقاتو د جوړولو چارې شاملې دي، چې د کار په جریان کې یې د سیمې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوه وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته