بامیانو کې د ۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې پلي شوي

کابل د لېندۍ ۱۹ مه، باختر
د بامیانو ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د روان کال په اتو میاشتو کې د ۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې پلې شوې دي.
د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس ملا ضیاء الله خادم باختر آژانس ته ویلي، چې د روان کال په اتو میاشتو کې په دغه ولایت کې د مؤسسو او د یاد ریاست له لوري بېلابېلې پراختیايي او رغنیزې پروژې پلي شوي، چې په کې د اوبو رسولو د ۳۸ شبکو جوړول او ترمیمول، د ۲۲ څاګانو کیندل د ۹۰۰ متره کانال او د ۳۷۰۰ کیلومتره سړکونو د بیارغولو او جوړولو چارې په کې شاملې دي.

Ps20241299 1
نوموړي زیاته کړې، چې د اوبو رسولو د یادو شبکو په جوړېدو سره د یاد ولایت د اوسېدونکو ۵۳ سلنه ستونزې حل شوي او د روان کال له پیل څخه تر دا مهاله د باميانو له مرکز څخه د شهيدانو سيمې پورې د پنځه کيلومتره سړک جوړ شوى او د قرغيو- پاس رويه يکاولنګ د سړک چارې ٨٠ سلنه بشپړې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې یاد ریاست د راتلونکي کال لپاره د اوبو رسولو ۷۳ شبکو د جوړولو پلان لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته