بامیانو کې د یوې ترافيکي پېښې له امله ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، د مرغومي ۴مه، باختر
د بامیانو ولایت د لومړۍ یکاولنګ ولسوالۍ په حوض شاه کوتل سیمه کې د یوې ترافيکي پېښې له امله ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بامیانو د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد خواني رسا باختر آژانس ته وویل، چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې یو فلانکوچ موټر له یو ټېلر موټر سره ټکر وکړ چې په پایله کې یې یو تن مړ او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، د ټپیانو له ډلې د ۶ کسانو روغتیايي حالت خراب بلل شوی او هغوی د لا درملنې په موخه د بامیانو ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي.
د پېښې اصلي لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.