خبرونهاقتصادټولنه

بامیانو کې د کورنۍ اقتصاد د پياوړتیا په موخه ۶۰۰ لمریز اجاقونه ووېشل شول

کابل، د لېندۍ ۹ مه، باختر

د بامیانو د چاپیریال ساتنې ریاست مسوولینو د یاد ولایت په سیغان ولسوالۍ کې د ۶۰۰ لمریزو اجاقونو د وېش خبر ورکړی دی.

د بامیانود چاپیریال ساتنې رییس ابراهیم داد فر د باخترآژانس خبریال ته وویل چې یاد ریاست د (تحفظ حیات وحش) موسسې په همکارۍ د یاد ولایت په خواجه ګنج، کاریز، قره خوال، سید بابا، ده ایمان ، ده نوله او باغ میرا کلیو کې ۶۰۰ لمریز اجاقونه وېشلي دي.

نوموړي د یادو اجاقونو  د وېش موخه پر طبيعي سرچينو د فشار کمول او د پاکې انرژۍ کارول وبلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته