خبرونهورزش

بامیانو کې د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې 

کابل، د غبرګولي ۲۰ مه، باختر

د بامیانو د فوټبال فدراسیون آمریت مسوولینو په یاد ولایت کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د بامیانو په اتحاد لوبغالي کې د فوټسال غوره لیګ سيالیو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.

د بامیانو د فوټبال فدراسیون آمر محمد عظیم سعادت د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې لومړۍ لوبه د عقابان مرکز او بابه مزاري لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، چې بابه مزاري لوبډله وتوانېده مقابلې لوبډلې ته ماته ورکړي.

نوموړي د دغو سياليو د ترسره کولو موخه یاد ورزش ته د ورزشکارانو هڅونه، د مهارتونو لوړول او د باميانو د فوټسال د غوره څېرو پېژندنه بللې شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ به ۱۵ ورځې دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته