بامیانو کې د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې
کابل، د چنګاښ ۱۳ مه، باختر
د بامیانو د بدني روزنې او سپورټ مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د فوټسال پیل شوې سیالۍ د المهدي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د بامیانو د فوټبال فدراسیون آمرعظیم سعادت د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې دغه سیالۍ د ۸ لوبډلو ترمنځ د یاد ولایت په اتحاد لوبغالي کې پیل شوې وې، چې د المهدي لوبډلې د ۷ پروړاندې په ۳ سره د ذولفقار لوبډلې ته ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغو سیالیو موخه د فوټسال په برخه کې د غوره څېرو موندل دي.
د یادونې وړ ده، چې په دغو سیالیو کې د ذولفقار له لوبډلې څخه حسیب الله د ښه لوبغاړي، د عقابانو مرکز له لوبډلې څخه حامد موسوي د غوره ګول وهونکي او د المهدي له لوبډلې څخه موسی د غوره ګول ساتونکي لقب ترلاسه کړ.