کابل، د وږۍ ۲۷ مه، باختر
د بامیانو د فوټبال فدراسیون مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د ښاروالۍ په مالي ملاتړ د فوټبال پیل شوې سیالۍ د بهارآزادي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د بامیانو د فوټبال فدراسیون مسوول محمد عظیم سعادت د باخترآژانس خبریال ته وویل، دغه سیالۍ د یاد ولایت په مرکز کې پیل شوې وې، چې پای لوبې ته د بهارآزادي او ذوالفقار لوبډلو لار موندلې وه، بهار آزادۍ خپلې سیالې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د یادو سیالیو اتلولي خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د غورو لوبغاړو پېژندل او ځوانان ورزش ته هڅول ښودل شوې ده.