بامیانو کې د فوټبال سیالۍ د موجهای توپان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

کابل، د مرغومي ۲۴ مه، باختر
د بامیان د بدني روزنې او سپورت ریاست مسوولین وایي چې په سیغان ولسوالۍ کې څه موده وړاندې د ۱۱ لوبډلو تر منځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې وې، چې د موجهای توپان لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.
د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست مسوولینو د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغه لوبه د موجهای توپان او امید سیغان لوبډلو تر منځ ترسره شوه او لوبه برابره پای ته ورسېده، خو د پنالتي شوټونو په مرسته، چې د ۵/۴ توپیر سره ترسره شول، موجهای توپان لوبډلې بریا خپله کړه.
د دغه سیالۍ موخه د سیغان ولسوالۍ په کچه د ورزش پراختیا او ودې ته د ځوانانو هڅونه وه.
د یادونې وړ ده چې په سمنګانو کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای رسېدلي، چې اتلولي یې قندهاري ها لوبډلې خپله کړې ده.