بامیانو کې د غېږنېونې سیالۍ ترسره شوې

کابل، د مرغومې لومړۍ نېټه، باختر
د بامیانو د بدني روزنې او سپورټ آمریت مسوولینو د یاد ولایت په مرکز کې د ۳۰ لوبغاړو ترمنځ د غېږنېونې سیالیو د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.
د بامیانو د بدني روزنې او سپورټ آمریت فني او مسلکي مدیر رجب علي فطرت باخترآژانس ته ویلي، چې دغه لوبې د بدني روزنې او سپورټ آمریت او د ځايي خلکو له لوري د تنکیو ځوانانو او مشرانو په سني کټګوریو کې د یاد ولایت په مرکز کې د ۳۰ لوبغاړو ترمنځ ترسره شوي، چې په کې ګڼو پهلوانانو او د غېږنېونې مینه والو برخه اخیستې وه.
نوموړي زیاته کړه، چې د مشرانو په برخه کې احمد شاه، نادر او مرتضی او د تنکیو ځوانانو په برخه کې مهدي، محمدجان او محمد علي هریو په ترتیب سره لومړی، دویم او دریم مقام ترلاسه کړي دي.
د یادونې وړده، چې د یادو سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډال، نغدې پیسې او د اتلوالی حکم ووېشل شول.