بامیان؛ له مرکزي زندان څخه ۱۱ بندیان ازاد او د ۱۶ نورو د بند موده کمه شوه

کابل د مرغومي ۲۴مه، باختر
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي شفقت او فرمان په اساس، د بامیان له مرکزي زندان څخه ۱۱ بندیان ازاد او د ۱۶ نورو د بند موده کمه شوه.
د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي د بندیانو د ازادۍ په مراسمو کې وویل، چې دا اقدام د اسلامي امارت د مشرتابه د مهربانۍ او شفقت یوه ښکاره نښه ده، چې د یاد زندان ۲۷ بندیان د عفوې او تخفیف له نعمت څخه برخمن شول.
ورته مهال د یاد زندان امر هم وویل، چې په زندان کې بندیانو ته دیني، عصري او حرفوي زده کړې ورکول کېږي، او د هغوی لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د یادونې وړ ده چې په روانه اونۍ کې د پکتیا له زندان څخه هم ۲۴ بندیان ازاد او د ۲۸ نورو د بند موده کمه شوې ده.