خبرونهنړۍ

بالېستیک توغندي؛ واشنګټن پوست د اسرائیلو راز بربنډ کړی

نړۍ، د تلې ۱۴ مه، بهرنۍ رسنۍ

امریکایي مشهورې ورځپاڼې لیکلي، چې د ایران له لوري پر اسرائیلو د وړمې شپې د توغندیز برید پر مهال ۲۲ بالېستیک توغندي له دفاعي سیسټم څخه تېر او اسرائیلو کې پر درې مهمو پوځي مرکزونو لګېدلي، چې ښایي یو یې د موساد یا د اسرائيلو د استخباراتو مرکز وي.

دغه راز ډونالډ ټرمپ وړاندیز کړی، چې اسرائیل باید د ایران پر اټومي تاسیساتو برید وکړي.

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسرائيلو له لوري د ایران پر اټومي تاسیساتو برید سره په یو ډول مخالفت وښود، د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ په یوه ټاکنیزه غونډه کې ویلي، چې اسرائیل باید له دغه کار څخه منع نه شي او پر یادو تاسیساتو د برید اجازه دې ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته