خبرونهټولنهروغتیا

بادغیس کې ۳ ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي وسوځول شول

کابل، د غبرګولي ۱۵ مه، باختر

د بادغیس په غورماچ ولسوالۍ کې د ټاکل شوې کمېټې له لوري  ۳ ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي راټول او سوځول شوی دی.

د بادغیس د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو باختر اطلاعاتي آژانس ته ویلي چې یاده اندازه خوراکي توکي، چې د مصرف نېټه یې پای ته رسېدلې وه او بې کیفیته ثابت شوي وو د یاد ولایت د غورماچ ولسوالۍ له هټيو او بازارونو  څخه راټول او د مسوولینو په شتون کې وسوځول شول. 

مسوولینو د غورماچ ولسوالۍ له اوسېدونکو چې په بازارونو کې د تېر تاریخ، بې‌کیفتیه او غیر معیاري توکو او درملو په لیدو سره، ټاکل شوې کمېټې مسوولینو ته خبر ورکړي ترڅو د یادې ادارې د مسلکي ټیمونو له لوري مشکوک خوراکي توکي او درمل و ارزول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته