خبرونهټولنه

بادغیس کې ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي

کابل, د وږي ۱۸ مه, باختر
د بادغیس د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د ٣.٥ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې شبکې د جوړولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د مؤسساتو چارو آمر د باختر آژانس خبریال ته ویلي چې د سنګ اتش ولسوالۍ په زیر‌تنګي کلي کې د (آی آر سي) دفتر په مالي ملاتړ د ۳ میلیونه ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د څښاک اوبو یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې، چې پرمټ به یې د دغه کلي ۲۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې شي.
د یادونې وړ ده چې په یاد پروژه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته