بادغیس کې د چت پرېوتو پېښه کې ۶ تنه مړه شوي
کابل، د کب ۲۷مه، باختر
د بادغیس په دره بوم ولسوالۍ کې د چت پرېوتو پېښه کې د یوې کورنۍ ۶ غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي مطیع الله متقي باختر آژانس ته وویل چې دغه پېښه په دره بوم ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې په کې د ۵ ماشومانو په ګډون ۶ کسان مړه شوي.
نوموړي د پېښې د لامل په تړاو څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې د وروستیو اورښتونو له کبله په یو شمېر ولایتونو کې دې ته په ورته پېښو کې لسګونه هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.