خبرونهټولنه

بادغیس کې د شپږو استنادي دېوالونو د جوړېدو چارې بشپړې شوې

کابل د تلې۲۳مه، باختر

د بادغیس ولایت په مرکز قعله نو ښار کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د شپږو استنادي دېوالونو د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.

د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي باریداد صابر د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د یاد ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې د (آی او ام) موسسې په مالي ملاتړ د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د شپږو استنادي دېوالونو د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د یادې پروژې چارې د درېیو میاشتو په موده کې پای ته ورسېدې، چې د سیمې لسګونه کسانو ته په کې هم د کارکولو زمینه هم برابره شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته