باخترآژانس او ريانووستي په روزنيزو برخو کې همکاري کوي .
کابل باختر د تلي نهه ويشتمه :
دباخترآژانس او د روسيې فدراتيف د ريانووستي ترمنځ دهمکارۍ تفاهم ليک لاسليک شو .
ددغه تفاهم ليک له مخې به د روزنې ، دخبر او عکس دراکړې ورکړې ديوبل هيوادونو ته دخبريالانو دشفرونو او دخبريالۍ په نوروبرخو کې د دغو دوو خبري آژانسونو ترمنځ همکاري وشي .
دغه تفاهم ليک دباخترآژانس رييس خليل مينوي او د ريانووستي د خبري آژانس رييس پرون په مسکو کې لاسليک کړ .
ديوبل خبر له مخې : دافغان رسنيو مسوولينو د روسيې رسانه يي او فرهنګي مرکزونه وکتل او له نشه يي توکوسره دمبارزې له مسوول ويکتورايوانف سره په کتنه کې له نشه يي توکو سره دمبارزې او دنشه يي توکو دقاچاقودمخنيوي دلارو چارو او په دې برخه کې ددواړو هيوادونو د رسنيو درول په باب خبرې وشوې .
ديوبل خبر له مخې : دافغان رسنيو مسوولينو دتاتارستان جمهوريت په پايتخت کې د دغه جمهوريت د رسنيو وزارت له سرپرست سره وکتل او خبرې يې ورسره وکړې او دتاتارستان جمهوريت د رسنيو مرکزونه او فرهنګي او تعليمي ساحې وکتلې .
دباخترآژانس رييس له خپل تاتاري سيال سره درسانه يي همکاريو په باب خبرې وکړې .
دغه سفر دافغانستان دخبريالانو دمرکز له خوا او په مسکو کې دمعاصر افغانستان د څيړنو دمرکز په بلنه او ريانووستي دخبري آژانس د وګړي ديپلوماسي او دتاتارستان جمهوريت دتات د رسانه يي ډلې په ملاتړ ترسره شوي دي .