خبرونهسیاستTOPټولنه

ایټالیا په بامیانو کې هغه کورنیو ته ۱۰۰ کورونه جوړوي، چې دمګړۍ په سمڅو کې اوسېږي

کابل، د غبرګولي ۹مه، باختر 

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د ایټالیا هېواد د فلورانس پوهنتون له رئیسې مریلا لودا سره وکتل او په بامیان ولایت کې یې د خلکو د ښاري ژوند په اړه خبرې وکړې.

مریلا لودا په دغه کتنه کې وویل، غواړي په بامیان ولایت کې دوه پروژې پلي کړي، چې لګښت یې درې سوه زره ډالر کېږي او د ایټالیا هېواد له لوري ورکول کېږي.

نوموړې زیاته کړه، چې د یادو پروژو لپاره يې پلانونه ترتیب کړي او د بیاکتنې او عملي کېدو په برخه کې یې د کور او ښار جوړولو وزارت مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري.

هغې همدارنګه وویل غواړي په بامیانو کې په سمڅو کې د اوسېدونکو کورنیو لپاره ۱۰۰ کورونه جوړ کړي او د یاد ولایت د زرګرانو سیمې لپاره یې د بهسازۍ پلان ترتیب کړی، چې په عملي کولو سره به یې د یادې سیمې وضعیت کې ښه والی راشي.

په ورته وخت کې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني په دغه کتنه کې وویل چې د زرګرانو د ساحې لپاره جوړ شوی د بهسازۍ پلان به د کور او ښار جوړولو وزارت مسلکي ټیم وګوري او تر ارزونې وروسته به یې د تطبیق په اړه غور وشي.

نعماني زیاته کړه، چې د سلو کورونو جوړولو او د بهسازۍ پلان د تطبیق لپاره لومړی اړینه ده، چې د ځمکې په اړه مالومات ترلاسه شي، چې غصب شوې نه وي او که په امارتي ځمکه کې وي، نو په خبره یې اړتیا ده، چې د انتقال لپاره یې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ته وړاندیز وشي.

نوموړي اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې لومړی پلانونه وګوري او له هغې وروسته به وزارت د یادې ځمکې د انتقال لپاره عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ته وړاندیز وکړي، چې د نوموړي تر منظورۍ وروسته به یې پر عملي اقدماتو کار پیل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته