ایټالیا له افغانستان سره په روغتیايي برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي

کابل، د لېندۍ ۲۵مه، باختر

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد، د ایټالیا له شارژدافیرې ناتالیا کوینتاویل سره وکتل.

د عامې روغتیا وزارت نن د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې په روغتیايي برخه کې د ايټاليا د همکاريو او له پاکستان او ايران څخه د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وشوې.

ډاکټر قلندر عباد د روغتیا په برخه کې د ایټالیا د همکاریو مننه کړې او د روغتیا په برخه کې یې د یاد هېواد د همکاریو پر غځېدو ټینګار کړی دی.

هغه دغه راز د روغتیایي خدمتونو معیاري کول او پیاوړتیا، د وزارت له لومړیتوبونو څخه بللي او سپینو ساحو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو، تغذیې، د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د روغتیايي خدمتونو د پیاوړي کولو، د سرطاني ناروغیو په اړه د یو څېړنیز مرکز د جوړېدو او د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د لومړنیو او اساسي روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې یې د اوږدمهال لپاره د ایټالیا د لا ډېرو همکاریو غوښتنه کړې ده.

د ايټاليا سفارت شارژدافيرې هم، د روغتيا په برخه کې د همکاريو د يادولو ترڅنګ؛ ويلي چې هېواد یې له عامې روغتيا وزارت سره په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه راستانه شويو افغانانو ته د اساسي روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې همکاریو ته چمتو دی او په روغتیایي برخه کې یې د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته