ایټالیا به د افغانستان د بنسټونو د پیاوړتیا په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي

کابل باختر دلړم ١٤مه
د ایټالیا صدراعظم ښاغلي ماریو مونتي د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رئیس حامد کرزي سره په ارګ کې د یوه ګډ خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به ایټالیا افغانستان یوازې پرې نه ږدي او د دواړو هېوادونو تر منځ د لاسلیک شوي سند په چوکاټ کې به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ
ماریو مونتي په افغانستان کې د ایټالیا د راتلونکې ماموریت په اړه وویل: له ۲۰۱۴ کال وروسته به لکه د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې د ایټالیا ماموریت هم بدل شي ، خو د افغانستان د بنسټونو د پیاوړتیا او په اقتصادي برخه کې به ددغه هېواد مرستې دوام ومومي.
د ایټالیا صدراعظم په افغانستان کې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه وویل چې دا انتخابات به د افغانستان د خلکو په ژوند کې یوه داسې نوې پاڼه پرانیزي، چې هغه ته به ستاسو د پرمختګونو د دوام په سترګه کتل کېږي.
ماریو مونتي په افغانستان کې یو شمېر ستونزو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: په افغانستان کې ستونزې شته، خو ډاډمن یو چې د نړیوالې ټولنې په مرسته به له منځه لاړې شي.
ده زیاته کړه: موږ دا همکارۍ دداسې هڅې په توګه تر سره کوو چې دا سیمه او په خاصه توګه افغانستان په یوه داسې هېواد بدل شی چې په سیمه او نړۍ کې د سولې د ټینګولو په برخه کې ونډه واخلي او په لازیاتو ټولنیزو او اقتصادي پرمختګونو برلاسی  شي. 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د ایټالیا صدراعظم ښاغلي ماریو مونتي ته د ښه راغلاست  دویلو تر څنګ په تېرو لسو کلونو کې د ایټالیا د مرستو له امله مننه او قدرداني وکړه.
د هېواد جمهور رئیس په افغانستان کې د ایټالیا د خدمت په اړه وویل: په تېرو لسو کلونو کې د ایټالیا خلکو له افغانستان سره تر ۵۰۰ میلیون ډالرو زیاته مرسته کړې ده. د ایټالیا خلک د زړه له اخلاصه د افغانستان د خلکو په خدمت کې وو.
حامد کرزي وویل چې موږ ددوی د لس کلنو همکاریو او تر یوې پېړۍ زیات له دوی سره زموږ د دوستۍ له امله مننه کوو.
د هېواد جمهور رئیس زیاته کړه، د ایټالیا صدراعظم زموږ په څېر ډاډ لری چې افغانستان به د خپل توان پر مټ پر مخ لاړ شي او خپل پرمختګونه به وساتي.
حامد کرزي د انتخاباتي شکایتونو د اورېدو په کمیسیون کې د دوو بهرنیو غړو د شتون په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: افغانستان د ملي حاکمني او اساسي قانون خاوند دی، د نړۍ په هېڅ هېواد کې چې ملي حاکمني او آزادي لري، په داخلي، انتخاباتي او دولتي نهادونو کې یې بهرني کسان حضور نلري. 
ده زیاته کړه: افغانستان باید په خپله د نورو هېوادونو په څېر خپلې سیاسي، اجتماعي او اقتصادي چارې او دغه راز انتخابات تر سره کړي او بهرنیانو ته پدې برخه کې اړتیا نشته.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته