ایمل فیضي: حامدکرزی د هند د جمهوررئیس په بلنه دغه هېواد ته سفر کوي

کابل- باختر د ثور دمياشتې٢٨:
د جمهوري ریاست ویاند ایمل فیضي نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی به په نیږدې راتلونکي کې د هند د جمهوررئیس جلالتمآب پرناب موکرجي په بلنه دغه هېواد ته  رسمي سفر ورکړي.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د جمهوري ریاست ویاند وویل چې حامدکرزی به هند ته  د خپل دغه  دوه ورځني سفر په ترڅ کې د هند له جمهوررئیس، صدراعظم او نورو لوړ پوړو چارواکو سره  د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو پر ټولو ابعادو، د افغانستان د پوځي او ملکي بنسټونو د پیاوړتیا، د سولې د بهیر او د سیمه ایزو مسلو په اړه مذاکرات وکړې.
ایمل فیضي زیاته کړه چې حامدکرزي ته به  په دغه سفر کې  د هند د پنجاب ایالت د " ال پي یو" د پوهنتون لخوا د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې چې په هغو کې به د هند جمهوررئیس هم برخه ولري، افتخاري دوکتورا ورکړل شي.
د جمهوررئیس ویاند د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې هند د افغانستان ستراتیژیک ملګری هېواد دی او د هغه ستراتیژیک تړون له مخې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاس لیک شوی دی د هغه په چوکاټ کې هند د افغانستان د پوځی او ملکي بنسټونو د پیاوړتیا لپاره  همکاري کوي.
ایمل فیضي د دې پوښتنې په ځواب کې چې هند ته د حامدکرزي دغه سفر به د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې چې په دې وروستیوکې د سرحدي نښتو له امله ترینګلې شوې دي، نورې هم زیانمنې نه کړي، وویل چې افغانستان یو مستقل هېواد دی. هر هېواد حق لري چې د خپلو ملي ګټو له مخې په خپلواکه توګه له نورو هېوادونو سره اړیکې ولري، افغانستان هم دا حق لري چې له هر هېواد سره چې وغواړي کولای شي د خپلو ملي ګټو په پام کې نیولوسره اړیکې  او همکاري ولري.
ده، وویل چې د افغانستان بهرنی سیاست د نړۍ له هېوادونو، په ځانګړې توګه له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره د دوستانه اړیکو پر ټینګښت باندې ولاړ دی.
فیضي په هېوادکې  د وروستیو تروریستي بریدونو په غندلو سره وویل، د افغانستان دښمنان دې پر دې پوه شي چې د هر ډول  تروریستي بریدونو په ترسره کولو او د خشونت له بیلابیلو وسیلو څخه په استفادې سره پر افغانانو باندې د فشار په راوړلو سره به هېڅکله هم  د افغانستان ولس د خپلې خاورې له ساتنې، استقلال او ملي ګټو څخه تېر نشي او نه به هم د افغانستان د خلکو دښمنان خپلو ناوړو هدفونو ته ورسېږي.
ده د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د هېواد په ختیځ ننګرهارکې وروستیو نښتو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې په ټول افغانستان کې د ګوشتې ولسوالۍ پېښو د افغانانو یووالي او د وطنپالنې احساساتو دا ثابته کړله چې افغانان په خپله خاوره، ملي حاکمیت او خپلواکۍ مین خلک دي، نو د افغانستان د خلکو د دښمنانو هېڅ ډول بریدونه او فشار به افغانان له خپلو ملي ګټو، پرمختګ او د سوکالۍ له مسیر څخه را ونه ګرځوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته