ایلن ماسک له ټرمپ څخه مالي ملاتړ کړی

نړۍ، د چنګاښ ۲۳ مه، بهرنۍ رسنۍ

بلومبرګ نشریې د ځینو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې امریکایي میلیاردر ایلن ماسک د دغه هېواد له پخواني ولسمشر او راتلونکو ټاکنو ته د جمهوریت غوښتنکو د ګوند له نوماند ډونالډ ټرمپ څخه مالي ملاتړ کړی.

نشریې وړاندې لیکلي، چې دا د ایلن ماسک یوه لویه سیاسي لوبه ده، چې له مخې یې غواړي د امریکا په راتلونکي سیاسي جوړښت کې اغېز ولري.

د پیسو د رقم په اړه څه نه دي ویل شوي، خو وایي ډونالډ ټرمپ له ایلن ماسک څخه د خپلو تاکنیزو مبارزو او فعالیتونو لپاره د پام وړ ډېرې پیسې ترلاسه کړې دي.

ایلن ماسک مخکې تر دې هم د دواړو ګوندونو له نوماندانو څخه مالي ملاتړ کړی، خو دا ځل ښکاري داسې، چې ماسک غواړي دغو ټاکنو کې له یو اړخ څخه ملاتړ وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته